پر خان یونس او غزه د اسرائیلو تازه وحشت؛ ۶۵ فلسطینیان شهیدان شول

پر خان یونس او غزه د اسرائیلو تازه وحشت؛  ۶۵ فلسطینیان شهیدان شول نړۍ
انځور ارشیف

تېره شپه ناوخته اشغالګر رژیم د خان یونس په بېلا بېلو سیمو او غزه کې پر دارالایتام او هغه ښوونځي برید کړی، چې بې کوره فلسطینیانو پناه وروړې وه، دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ کسان شهیدان شوي دي.

اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو پر غزې د هوايي بریدونو سربېره د خان یونس سیمه کې پرمختګ کړی دی.

د خان یونس په ختیځ سیمو کې اسرائیلي ټانکونو ډزې کړې چې له امله یې کم تر کمه ۴۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت له لوري په ورکړل شوي بیان کې راغلي، تقریباً د یو کال په پوره کېدو اسرایلي وحشتونو کې تر دې دمه ۴۱ زره ۶۸۹ کسان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

تړلي موضوعات