اسرائیلو ته نړۍ امن نه ده؛ قبرس کې یې سفیر تښتول شوی!

اسرائیلو ته نړۍ امن نه ده؛ قبرس کې یې سفیر تښتول شوی! نړۍ

المیادین رسنۍ ساعت وړاندې خبر ورکړی، چې قبرس کې د اشغالګرو اسرائیلو سفیر د دوو نورو کسانو سره یوځای تښتول شوی دی.

بلخوا اهل بیت خبري اژانس ویلي، چې قبرس کې اسرائیلی سفیر له ساحل څخه تښتول شوی او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی.
یاد اژانس زیاتوي، چې نوموړي سره اړیکه قطع شوې ده.

رویټرز په دې اړه خپور کړي خبر کې ویلي، چې قبرس امنیتي چارواکو د دې اختطاف تائید کړی دی.
اسرائیلي اشغالګر رژیم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده، چې تېرې ورځې راهیسې اسرائیلو اشغالګرو ته د نړۍ هیڅ کونج امن نه دی؛ تېرې شپې راهیسې ایران، لبنان او یمن پرې پراخ توغندیز بریدونه کړي دي او همدارنګه نن یې په سویډن او ډنمارک کې پر سفارتونو بریدونه شوي دي.

تړلي موضوعات