نغلو کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې شوې

نغلو کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
نغلو کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دې وزارت وزير ملا عبداللطيف منصور په نغلو کې د لس میګاه واټه لمریزې برېښنا پروژې له چارو کتنه کړې، چې په وینا یې ډېر ژر به په رسمي ډول پرانېستل شي.

ښاغلي منصور د انرژۍ د تولید له دې مرکز څخه د لیدنې پر مهال زیاته کړې، چې د دې ۱۰ مېګاه واټه برېښنا په تولید سره به پلازمینه کابل او ننګرهار کې د برېښنا د کمښت ستونزې تر یو برید پای ته ورسېږي.

د يادونې ده، چې په نغلو سیمه کې د لمريزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عوف بهرام شرکت په خصوصي پانګونه پلې شوې، چې ۱۰ میګاه واټه برېښنا تولیدوي.

تړلي موضوعات