د ټاپي پرورژې پیل د دواړو هېوادونو ښه نیت ښيي؛ افغان ولس ته مبارکي وایم

د ټاپي پرورژې پیل د دواړو هېوادونو ښه نیت ښيي؛ افغان ولس ته مبارکي وایم بیارغونه او پراختیا
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند

د افغانستان رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخند د ترکمنستان هېواد ماري ولایت اسلیم چشمه سیمه کې د ټاپي پروژې د پرانېستې مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي، له اوږد انتظار وروسته د ټاپي پروژې پیل افغانستان او ترکمنستان هېوادنو د ښه نیت ښودنه کوي.

د افغانستان رئیس الوزراء د دې لویې پروژې پرانېستې په ویاړ افغان ولس ته مبارکي ویلې.

رئیس الوزراء ترکمنستان ته له رسېدو سره سم د ترکمنستان ملي مشر قربان قلي بردي محدوف سره ليدنه کې د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیايي پروژو پر اهمیت او سیمه ییزو پروژو پر سر خبرې اترې وکړې او دا یې د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره مهمې وګڼلې.

تړلي موضوعات