د قوش تېپې – درزاب سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې

د قوش تېپې – درزاب سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د قوش تېپې - درزاب سړک د جوړولو چارو پرانیستي مراسم

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت په درېیو لاټونو کې د قوش تېپې – درزاب سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې.

د ۵۱کیلومټره په اوږدوالي سره دغه سړک د جوزجان ولایت قوش تېپې ولسوالۍ څخه پیل چې د یاد ولایت درزاب ولسوالۍ پورې به وغځیږي.

د دغې سړک په جوړونه کې دوه پلونه، ۱۳۷ پلګوټي، استنادي دېوالونه او د سړک څنډو ویالو د رغونې چارې هم په کې شاملې دي.

د یاد سړک لومړی لاټ ۱۹.۸ کیلومټره دویم لاټ ۱۷.۴۶کلیومټره او درېیم هغه یې ۱۳،۵ کیلومټره اوږدوالي سره جوړېږي.

د دغه سړک په جوړېدو به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک لېږد رالېږد کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

تړلي موضوعات