د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژۍ تولید پراختیا مو له لومړیتوبونو ده

 د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژۍ تولید پراختیا مو له لومړیتوبونو ده بیارغونه او پراختیا
د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د برېښنا د دوو پروژو پرانیسته

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دا څرګندونې نن کابل کې د برښنا دوو پروژو د پرانېستلو مراسمو کې وکړې.

د برښنا دا دوه پروژې چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د تره خېلو د ۲۵۲ میګاواټ امپایر د نوي سب سټیشن د جوړولو او د چمتلې تره خېلو تر نوي سب سټېشن د ۲۲۰ کیلو والټ امپایر مزي د لېږد پروژې وې، پرانېسته یې سیاسي مرستیال په لاس وشوه.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور ویلي، بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې پلي شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړي شي.

دغه پروژې د خصوصي پانګونې له لارې د ۱۸.۷میلیونه ډالرو په ارزښت سره د عوفي بهرام، ګرین سټیټ پاور، ام بي سي سي او نوین سیمیا کورنیو شرکتونو له لوري د دوو کلونو په موده کې پلي کیږي.

د یادونې ده، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ۲۵۰زره استوګنیز او سوداګریز مشترکین له برېښنا برخمن او د صنعت کارانو د برېښنا کمښټ ستونزه به حل شي.

تړلي موضوعات