کندهار کې به ډېر ژر د رختونو د یوې کارخونې د جوړېدو چارې بشپړې شي

کندهار کې به ډېر ژر د رختونو د یوې کارخونې د جوړېدو چارې بشپړې شي بیارغونه او پراختیا
کندهار کې د رخت جوړېدونکې فابریکه

کندهار کې د حریت خبریال د ځايي سرچینو له قوله وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د رختونو د يوې لويې کارخونې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د  سنډوس په نومې د دغې نوې جوړېدونکې کارخونې مسؤلین وایي، دغه کارخونه په ٦٠ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې ۵۰ میلیونه ډالره پرې لګښت راغلی دی.

د معلوماتو په اساس دغه فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د پنځوس زره مترو په اندازه د رختونو د تولید او د سل زره مترو په اوږدوالي د رختونو د رنګ کولو ظرفیت ولري.

په همدې حال کې مسؤولینو زیاته کړې، چې په دې فابریکه کې به ۹۰۰ کسانو د کار زمینه برابره شي.

د یادونې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې په ټول هیواد کې د امنیت په تامین سره لسګونه پانګوالو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او اسلامي امارت ورته د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.

تړلي موضوعات