اقتصادي مرستیال د قوش ټېيې کانال د سربند له چارو لیدنه کړې

اقتصادي مرستیال د قوش ټېيې کانال د سربند له چارو لیدنه کړې بیارغونه او پراختیا
اقتصادي مرستیال د قوش تېپې کال د سربندڅخه د لیدنې پر مهال

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د ازبکستان هېواد څخه له بیرته راګرځېدو وروسته د قوش تېپې کانال د سربند له چارو لیدنه کړې.

ملا برادر اخوند د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت کارونه ستایلي او د پوره دقت سره یې پر ټاکلې نېټې د چارو د بشپړولو لارښوونه کړې.

نوموړي د قوش تېپې کانال، د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، اسلامي امارت يې په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى. 

د يادونې وړ ده چې اوسمهال د دغه ملي کانال د سربند جوړولو او همدا راز د دویم فاز چارې په ښه ډول د افغان انجنيرانو له لوري روانې دي، چې زرګونو کسانو ته په ‌کې کاري فرصتونه برابر شوي دي.

تړلي موضوعات