کورنیو چارو وزیر د کډوالو لیدو په موخه تورخم ته سفر کړی

کورنیو چارو وزیر د کډوالو لیدو په موخه تورخم ته سفر کړی افغانستان
د کورنیو چارو وزیر تورخم کې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا تورخم ته سفر کړی دی.

کورنیو چارو وزیر تورخم کې راستانه شویو کډوالو او د هغوۍ کمپونو څخه لیدنه کړې ده.
خلیفه سراج الدین حقاني دې سفر کې د ځايي مسؤلینو سره کتلي دي او ټاکل شوې چې یوې غونډې په ترڅ کې ۱۲ بېلابېلې کمېټې کورنیو چارو وزیر ته د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.

تړلي موضوعات