یو افغان پانګوال د کابل نوي ښار کې پانګونه کوي

یو افغان پانګوال د کابل نوي ښار کې پانګونه کوي بیارغونه او پراختیا
یو افغان پانګوال د کابل نوي ښار کې پانګونه کوي

د رسول مصیر شرکت مسؤلینو د کور او ښار جوړولو له وزیر شیخ حمدالله نعماني سره په لیدنه کې د کابل نوي ښار کې د پانګونې خبر ورکړی.

په دې لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزیر په نوي کابل کې د دې شرکت له پانګونې څخه مننه وکړه او د دې وزارت اړوند څانګو مسؤلینو ته یې د دې پروژې د عملي چارو ګړندي کولو سپارښتنه وکړه.

د یاد شرکت رئیس د کور او ښار جوړولو وزیر څخه د دې پروژې د ستونزو حل او د عملي کارونو د پیل غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد وزارت مسؤلین وایي، شرکتونو ته یې د کار زمینه برابره کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د عملي چارو د پیل اجازه ورکړي.

تړلي موضوعات