په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات د روسیې په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې اړیکې ښې وبللې په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ او راتګ به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
ښاغلي حقاني په دې لیدنه کې زیاته کړې، په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات د روسیې په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، امنيتي مسايلو، د سوداګرۍ پر ودې او په سيمهييزو او نړېوالو فورمونو کې له افغانستان څخه د روسيې پر ملاتړ هر اړخيزې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ضمیرکابلوف هم باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه بللی او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې غواړي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه زیاته کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د روسیې هېواد یاد استازي سره کتنه کې ویلي و، افغانستان چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له بشپړ رغول کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د روسي توکو لېږد کې مثبت رول ولوبوي.