د سرحدي سیمو په کنټرول او سرغړوونکو پر ضد اقداماتو ټینګار شوی

د سرحدي سیمو په کنټرول او سرغړوونکو پر ضد اقداماتو ټینګار شوی افغانستان
د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه

د هېواد ملي دفاع وزیر او امنیتي او تصفیوي کمېسیون رئیس مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ غونډه کې د رسمي پولو او فرضي کرښي اړوند موضوعات ارزول شوي.

یاد کمېسيون ویلي، ګډون کوونکو د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی او د امنیت پر لا ښه ټینګښت یې ټینکار کړی.

یاده ناسته کې د سرحدي سیمو په لا ښه کنټرول، سرغړوونکو پر ضد پرېکنده اقداماتو او د سرحدي سیمو همغږۍ پیاوړتیا لپاره په لازمو اقداماتو ټینکار شوی.

امینتي او تصفیوي کمېسیون کې د امنیتي ارګانونو لوړ پوړي چارواکي غړیتوب لري، چې وخت ناوخت د هېواد امنیتي وضعیت ارزوي او په اړه یې لازمې پرېکړي کوي.

تړلي موضوعات