د قوش تېپې ستر ملي کانال د ساختماني او تخنیکي چارو ارزونه شوې

د قوش تېپې ستر ملي کانال د ساختماني او تخنیکي چارو ارزونه شوې بیارغونه او پراختیا

بلخ ولایت کې د حریت راډيو خبریال وايي، چې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د قوش‌تېپې کانال له چارو لیدنه کړې، چې لیدنې موخه د دې لویې پروژې د ساختماني او تخنیکي چارو ارزانه وه.

هلته مسؤلینو حریت راډیو ته ویلي، چې د قوش تېپې سترې حیاتي پروژې چارې دا مهال پرته له ځنډه پر مخ روانې دي چې اوس مهال یې د دویم فاز د کېندنې چارې ٩٠ سلنه پر مخ تللې او دوه زره ماشینرۍ یې د پاتې ١٦ کیلومټره پر کېندلو بوختې دي.

مسؤلین زیاتوي، چې پر دویم فاز سربېره د دغه حیاتي کانال د سربند چارې هم نږدې ٨٠ سلنه پر مخ تللې او د بلخ او جوزجان ولایتونو په مربوطاتو کې د نقلیه وسایطو د تګ راتګ لپاره هم د ١١ پلونو پر جوړیدو کار روان دی.

د یادونې وړ ده، چې د قوش تېپې کانال هغه ستره پروژه ده، چې بشپړېدو سره به یې د افغانانو د لسیزو ارمان پوره شي او د افغانستان کرنې پر ځان بسیا کېدو برخه کې به یو انقلاب رامنځته کړي.

تړلي موضوعات