دفاع وزیر: د افغانستان هوايي ځواک به تر بل هر وخت ښه پیاوړی شي

دفاع وزیر: د افغانستان هوايي ځواک به تر بل هر وخت ښه پیاوړی شي ټیکنالوژي
د افغانستان دفاع وزیر د هوايي ځواک منسوبینو سره

د افغانستان دفاع وزیر تازه د هوايي ځواکونو له منسوبینو سره کتنه کې د افغانستان هوايي ځواک د پیاوړتیا خبر ورکړی دی.

نن د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هوايي ځواکونو له منسوبینو، کارکوونکو، پیلوټانو، انجنیرانو، مسلکي تخنیکرانو او نورو مجاهدینو سره کتلي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې ښاغلي وزیر دې کتنه کې ویلي، دا سمه ده چې موږ ستونزې لرو، خو زموږ هوايي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او تر بل هر وخت به پیاوړي شي.

وزارت زیاتوي، چې دفاع وزیر د هوايي ځواکونو له څلور ویشت ساعته هڅو څخه مننه کړې او د هغوی د ستونزو حل ډاډ یې ورکړی دی.
د افغانستان دفاع وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې دفاع وزارت تېرو دوو کلونو کې ګڼې جنګي الوتکې او چورلکې بیا ترمیم کړې دي او د استفادې وړ یې ګرځولې دي.

تړلي موضوعات