د ننګرهار هوایي ډګر به ډېر ژر د ملکي پروازونو لپاره چمتو شي

د ننګرهار هوایي ډګر به ډېر ژر د ملکي پروازونو لپاره چمتو شي بیارغونه او پراختیا
د ننګرهار ولایت هوایي ډګر

د ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد طاهر جلالي په ننګرهار هوایي ډګر کې د یوې پروژې د پیل پرمهال وویل، چې ډېر ژر به یاد هوایي ډګر د ملکي الوتنو لپاره په ټولو معیارونو برابر کړل شي.

د ننګرهار هوایي ډګر د ملکي برخې امر مولوي عتیق الله وثیق هم وویل، چې په چټکۍ سره یې د هوایي ډګر ملکي برخې پیلېدو لپاره هڅې پیل کړې.

په ورته مهال د یاد هوایي ډګر د ملکي چارو پیل لپاره د بیارغونې، پاک کارۍ او لېول کولو لپاره یوه پروژه د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه، چې د یوې میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د ننګرهار هوایي ډګر د ملکي برخې فعالېدو لپاره دې هڅو ته په کتو د چارو څارونکي په دې باور دي، چې د ملکي برخې په فعال کېدو سره به د ختیځ زون ولسونه له زیاتو اقتصادي او ټولنیزو ګټو برخمن شي او په سیمه کې به د اقتصادي ودې او پرمختګ نوې دروازې پرانېستل شي.

تړلي موضوعات