د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې ته ځمکه ورکول کېږي

د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې ته ځمکه ورکول کېږي بیارغونه او پراختیا
د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې ته ځمکه ورکول کېږي

د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د ځمکې د ټاکلو او تثبیت چارې پیل کړې.

د لوړو زده کړو وزیر ندامحمدندیم د نورستان ولایت له بېلابېلو مسئوولینو سره په لیدنه کې د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د ځمکې ځانکړي کولو په اړه خبرې وکړې.

په دې خبرو کې پرېکړه وشوه، چې د نورستان ولایت د بېلابېلو څانګو مسؤلین به د ولایت مقام تر مشرۍ لاندې په دې موضوع کار وکړي او پایلې به یې د لوړو زده کړو وزارت سره شریکې کړي.

په دې لیدنه کې د لوړو زده وزیر ویلي، اسلامي امارت د هېواد تحصیلي نظام پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري او پوره ملاتړ یې کوي.

د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير په تېرو څو ورځو کې د ختيځو ولايتونو له تحصيلي بنسټونو څخه د ليدنې پر مهال د يو شمېر پراختيايي پروژو د کار پيل هم وکړ.

تړلي موضوعات