کابل کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو پنځه کوچني بندونه جوړ شوي

کابل کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو پنځه کوچني بندونه جوړ شوي بیارغونه او پراختیا
کابل د اوبو جوړ شوي ذخیروي بندونه

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دغه بندونه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي، چې د ۸ زره ۲۰۰ متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

دغه بندونه د چهاراسیاب، بګرامي، خاک جبار، سروبي او موسهي ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

د اوبو د برخې متخصیصین د دغو بندونو جوړېدل د اوبو د زېرمو د پياوړتيا په برخه کې مثبت ګام بولي او زیاتوي، چې د اوبو کوچني بندونه به له يوې خوا په هېواد کې د باران اوبه کنټرول کړي او له بل لوري به د ځمکې لاندې اوبو په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

تړلي موضوعات