د پاشدان بند د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

د پاشدان بند د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
د هرات ولایت پشدان د اوبو ذخیروي بند

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د پاشدان بند د جوړولو کارونه په عادي ډول جریان لري، چې تر دې مهاله یې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

د هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس مفتي سردار ولي مزمل وایي، د پاشدان بند کارونه په چټکۍ دوام لري، او چارې یې تر اوسه د ۷۵- ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې د پاشدان بند هرات ښار په ۲۵ کیلومټرۍ کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د اسلامي امارت په ۹ میلیارده افغانۍ بودیجه جوړیږې.

پاشدان په هرات کې تر سلما بند وروسته دویم لوی اوبو بند دی، چې د اوبو مدیریت برخه کې له سترو پروژو څخه ده.

تړلي موضوعات