اسلامي امارت د بدو میراثونو پر وړاندې مبارزه کړې او دوام به ورکوي

اسلامي امارت د بدو میراثونو پر وړاندې مبارزه کړې او دوام به ورکوي افغانستان
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بېکاري، دوامداره جګړې، د وخت پر اړتیاوو د برابر کاري قوې نه درلودل، پوهنې ټېټ کیفیت، مافیايي او جرمي اقتصاد تر څنګ د وارداتو په پرتله نا متوازنه صادرات هغه بد میرثونه یاد کړل چې په خبره یې له تېرې ادارې ور پاتې دي.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د اقتصادي بندیزونو او مالي زېرمو د کنګلتیا سره یې بیا هم د بېکارۍ د منځه وړلو لپاره مبارزه کړې، لویې لارې خلاصې شوئ، بندرونه فعال شوي، ګاونډیانو سره اړېکې د معمول په ډول او په ګڼو برخو کې خصوصي سکتور تر څنګ کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره پانګونې ته بستر چمتو شوی دی.

مولوي عبدالکبیر همداراز وویل، له یو شمېر خلیجي هېوادونو سره یې خبرې روانې دي، څو د افغانستان ماهر او نیمه ماهر کارګر په قانوني توګه ومني او پخوانیو نا قانونه کډوالو ته قانوني اسناد ورکړي او د هغوی ستونزو ته پاملرنه وکړي. 

له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو د ښاغلي مرستیال غوښتنه داوه چې د افغانستان کرنیزو، معدني او صنعتي تولیداتو او محصولاتو ته دې په خپلو هېوادونو کې د پلور زمېنه برابره، د سوداګرۍ د ودې لپاره دې ټرانزېټې لارې خلاصي او پر افغان محصولاتو او تولیداتو دې هر ډول تعرفې لغوه کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره پر نړېوالو غږ وکړ چې پر افغان ولس دې ناقانونه او غیر عادلانه بندیزونه پای ته ورسوي او اسلامي امارت ته دې د نړېوالې ټولنې د یو فعال غړي په ډول د همکارۍ ډاډمن لاس ورکړي.

تړلي موضوعات