کابل نړېوال هوايي ډګر کې لس پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

کابل نړېوال هوايي ډګر کې لس پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي بیارغونه او پراختیا
ملا برادر اخوند، نور مسؤلین او خصوصي سکټور استازي د پروژو پرانېستې پر مهال

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې تېره ورځ د کابل نړېوال هوايي ډګر کې لس پروژې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله آخندزاده په شتون کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په دې اړه مراسمو کې ملا برادر اخوند ویلي، چې دا د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ملي سوداګرو او پانګوالو مسؤلیت دی، چې د خپل توان مطابق د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصتونو استفاده وکړي، چې هغه د افغانانو لومړیتوب دي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې امنیت تر ټولو مهم شرط دی، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او په مختلفو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژې د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري بشپړې شوې دي.

تړلي موضوعات