د هرات په دریو ولسوالیو کې له ۱۵۰ زیاتو پروژو چارې بشپړې شوې.

د هرات په دریو ولسوالیو کې له ۱۵۰ زیاتو پروژو چارې بشپړې شوې. بیارغونه او پراختیا
د هرات په دریو ولسوالیو کې له ۱۵۰ زیاتو پروژو چارې بشپړې شوې.

د هرات ولایت مقام خبر ورکړی، چې دا بېلا بېلې پروژې په انجیل، ګذره او زنده جان ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.

د سرچېنې په لېکنه، کانالونه، فرعي لارې، استنادي دېوالونه او ځېنې نورې هغه پروژې وې، چې چارې یې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

په ورته مهال زیاته شوې، چې دغه پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته د ۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تر سره شوي، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه مساعده شوې وه.

تړلي موضوعات