کاناډا افغان کډوالو سره د ۲۱ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی
کاناډا افغان کډوالو سره د ۲۱ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی
د کاناډا کډوالو ادارې اعلان کړی، چې د پاکستان په ګډون د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو کې افغان کډوالو سره ۲۱ میلیونه ډالره مرسته کوي.
دغې ادارې ویلي، یاده اندازه پیسې به د کډوالو نړېوال سازمان په واک کې ورکړي، چې د پاکستان په ګډون د مرکزي اسیا په ځینو هېوادونو کې یې د افغان کډالو د ملاتړ په موخه مصرف کړي.
یاده مرسته تېره اوونۍ په جینوا کې د پناه غوښتنې په یوه نړېواله ناسته کې د کاناډا د کډوالو ادارې له لوري اعلان شوې.