د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزان چارې پېل شوې
د ټولګتو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت په خپله اېکس پاڼه د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي، چې د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډېزاین عملي کارونه پیل شول.
ښاغلی شرافت دغه پروژه د افغانستان د سیمه ییز اتصال په لورې یو بل ګام بولي ، چې د سروې او ډیزاین چارې یې د یوې جرمنۍ کمپنۍ له لورې په مخ وړل کېږي.
اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په اقتصادي او ټولنیزو حوزو مثبت تاثیر لري، چې له یوې خوا به خلکو ته کاري فرصتونه برابر او له بلې خوا به د هېواد د اقتصاد د ثبات او پیاوړتیا لامل شي.
د هرات – تورغونډۍ رېل لاره د هېواد له مهمو لارو شمېرل کېږي، چې افغانستان له منځنۍ اسیا، روسیې او چین سره نښلوي.