اسراییلو ته د سرایا القدس جهادي ډلې خبرداری، د جګړې دوام به مو پښېمانه کړي
د سرایا القدس جهادي ډلې ویاند ابو حمزه په تازه پیغام کې اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې د جګړې دوام سره به پښیمانه شي.
ابو حمزه اسراییلي ځواکونو ته پیغام کې ویلي، جګړه د حماس په ګټه او ستاسې په زیان ده، هغه ویلي، د جګړې غځول به اسراییل له پښیمانۍ سره مخ کړي.
نوموړي په عین حال کې د دې ډلې د فعالیتونو په تړاو ویلي، تېرو څو اونیو کې یې د اسراییلو ۱۱ الوتکې راغورځولي او په بېلا بېلو سیمو کې یې د اسراییلو درې مېشت ځایونه په نښه کړي دي.
نوموړي اسراییلي پوځیانو ته په خطاب کې زیاته کړې، د خپلو مشرانو خبرو ته غوږ مه نیسئ، که غواړئ چې ژوندي خپلو کورونو ته ستانه شئ نو له جګړې لاس واخلئ.
دا پر داسې حال کې ده، چې پر فلسطین ځانګړې توګه پرغزې د اسراییلي رژیم د یرغل له پیل راهیسې د فلسطیني مقاومت په نوم د حماس ترڅنګ القدس جهادي ډلې هم خپلو پراخو بریدونو ته زور ورکړی، چې ډېر کله د جګړې لیکو کې د پام وړ لاسته راوړنو خبرونه ورکوي.