ګڼو یهودیانو امریکا کې لاریون کړی او غزه کې یې سملاسي اوربند غوښتی

ګڼو یهودیانو امریکا کې لاریون کړی او غزه کې یې سملاسي اوربند غوښتی نړۍ
یهودي لاریونوال| عکس: لاس انجلس پبلېک پرېس

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا لاس انجلس ایالت کې یهودیانو پراخ لاریون کړی او دې ایالت کې یې د موټرو لویه لاره تړلې ده.

دوی له اسرائیلي اشغالـ.ګر حکومت او امریکا غوښتنه کړې، چې غزه کې سملاسي اوربند رامنځته کړي او اسرائیل دې روانه پوځي حمله ودروي.

دا لاریون د امریکا پر وخت تېره ورځ شوی، چې د موټر چلوونکو او لاریونوالو تر منځ فزیکي شخړه هم رامنځته شوې ده.

رویټرز همدارنګه ویلي، چې د پولیسو له لوري هغه ۷۵ لاریون کوونکي هم نیول شوي، چې د لویې لارې پر تړلو یې ټینګار کاوه.

تړلي موضوعات