بایډن: اسرائیل د بې توپیره بریدونو له امله نړېوال ملاتړ له لاسه ورکوي
د امریکا ولسمشر جوبایډن تازه ویلي، که د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو بدلون ونه کړي نړېوال ملاتړ به له لاسه ورکړي.
د رویټرز راپور له مخې جوبایډن دغه څرګندونې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو مالي ملاتړو سره کړې.
دا پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو له برېدونو را وروسته د جوبایډن له لوري د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو ته د نوموړي سختې څرګندونې دي.
د امریکا ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پر غزه باندې د اسرائیلو پرلپسې بریدونو له امله ۱۸ زره او ۵۰۰ فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او تر ۵۰ زرو پورې ټپیان شوي دي.