د القسـام ځواکونو تېرو لسو ورځو کې د اسرائیلي اشغالګرو ۱۸۰ نظامي وسایط له منځه وړي دي

د القسـام ځواکونو تېرو لسو ورځو کې د اسرائیلي اشغالګرو ۱۸۰ نظامي وسایط له منځه وړي دي سیمه
د اسرائیلو د ټانک ویشتلو صحنه

د اسرائیلو تازه ویشتل شوي ټانکونه؛ د حمـاس پوځي څانګې القـ . سام ویاند ابو عبیـده وړمه شپه ویلي و، چې تېرو لسو ورځو کې یې د اسرائیلي اشغالګر پوځ ۱۸۰ بېلابېل ټانکونه، شوبلې او پوځي وسایط له منځه وړي دي.

د القـسام له لوري تازه خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې د دوی ځواکونه د ټانک ضد توغندیو پر مټ ګڼ اسرائیلي ټانکونه په نښه کوي او له منځه یې وړي.

القسـام همدارنګه وړمه ورځ ویلي و، چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې ۴۰ اسرائیلي اشغالګر عسکر وژلي او ټپیان کړي دي.
بلخوا تېره ورځ اسرائیلو هم منلې وه، چې د غزې بېلابېلو برخو کې یې ۷ عسکر وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې په شمال او جنوب کې د اسرائيلي پوځونو پرضد د القسـام ځواکونو پراخ چيريکي بريدونه، کمينونه او تعرضونه پيل کړي، چې له امله یې د اسرائيلي عسکرو مخته تګ ستونزمن شوی او په شمال لورې کې په ځينو استقامتونو کې شاتګ ته هم اړ شوي دي.

تړلي موضوعات