د امریکا یوې F-16 جنګي الوتکې په جنوبي کوریا کې سقوط کړی

د امریکا یوې F-16 جنګي الوتکې په جنوبي کوریا کې سقوط کړی نړۍ
امریکايي F-16 الوتکه

د ترکیې ټي ار ټي خبري آژانس د امریکایي پوځي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا دا پوځي F-16 الوتکه د سویلي کوریا په پلازمینه سیول کې د کنسان هوایي ځواکونو له اډې څخه د روزنې په هدف الوتنې پر مهال نسکوره شوې.

د یاد آژانس د خبر له مخې د دې الوتکې پیلوټ د الوتکې له غورځېدو وړاندې په ځان غورځولو بریالی شوی، چې د جنوبي کوریا د ساحلي ساتوونکو له لوري ژوندی ژغورل شوی. 

که څه هم د دې F-16 الوتکې د سقوط په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو د پېښې د څېړنې په موخه په پراخه کچه پلټڼې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره نومبر میاشت کې هم د امریکا اوسپرې ډوله پوځي الوتکې جاپان کې سقوط کړی و، چې په کې اته تنه عمله وژل شوې وه او پنټاګون د ټولو اوسپرې ډوله پوځي الوتکو عملیات وځنډول.

تړلي موضوعات