بغلان کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو ارقام وروستي شول
بغلان کې د خونړیو سیلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې وروستي ارقام د هغو راپورونو برعکس دي چې ځېنو نړېوالو ادرسونو له رسنیو سره شریک کړي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست نن چهارشنبه د ثور په ۲۶ مه بغلان کې رسنیو ته وویل، د تېرې جمعې ورځې سېلابونو کې ټول ۱۶۵ کسان شهیدان او ۲۶۵ ټپيان شوي دي.
وړاندې تر دې ځېنو کورنیو او بهرنیو ادارو د شهیدانو شمیر له درې سوو پورته او د ټپیانو هم له زرو زیات اعلان کړی و.
مولوي ضیا الحق حقمل د مالي زیانونو په اړه وویل، سيلابونو څه باندې ۴۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول، څه باندې ۲۰۰۰ نور قسما ویجاړ کړي او لس زره څاروي هم تلف شوي دي.