امنیتي ځواکونو مزار ښار کې وسله وال غله وژلي

امنیتي ځواکونو مزار ښار کې وسله وال غله وژلي افغانستان
وژل شوي غله

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې دوه تنه وسله وال غله چې د تېښتې او مقاومت هڅه یې کوله وژلي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند وایي، تېره شپه اته نیمې بجې د نهمې حوزې اړوند د شور دښتې سېمه کې درې تنه غله چې له یوه هېوادوال څخه د ګرځنده موبایل تر غلا وروسته د تېښتې په لټه کې ول، د پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته یې دوه تنه وژل شوي او بل په تېښته بریالی شوی.

د نوموړي په خبره پر موټرسایکل سپرو غلو د یو کس څخه یو ایفون ۱۴ پرومکس موبایل او نور توکي غلا کړي ول چې د پولیسو لخوا له منځه یووړل شول. 

د امنیتي مسؤلینو په خبره، په دې وروستیو کې په ګڼو ښارونو کې غله او شوکمار د امنیتي ځواکونو تر جدي تعقیب لاندې دي او په وړاندې یې سخت اقدام کوي.

تړلي موضوعات