تورخم دروازه یو وار بیا د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه
د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب حریت ته وايي، چې پاکستان غوښتل تېره شپه ناوخته تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لوري ته شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه نیولې.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني لوري په همدې پلمه یاده دروازه د ټرانزېټ پر مخ وتړله.
د کمیسار په خبره د ستونزې حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو دي، څو ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
پاکستاني لوري لا تر دې دمه څۀ نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې درې اوونۍ وړاندې هم یاده دروازه له موټر چلوونکو څخه د ويزې او پاسپورټ غوښتنې له امله تړل شوې وه.