د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هرات کې د ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پرانیستي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاوخوا ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پنځه لویې پروژې پرانیستلې دي.
اقتصادي معاونیت په یوه ویډیویي راپور کې ویلي، چې په دغو پروژو کې د ایتوک فارمان، افغان میډسن درملو تولېدونکې فابریکې، شمس کولا د غیرالکوي مشروباتو فابریکه، د پاشدان بند او د هرات- غور سړک د جوړولو پروژې پرانیستل شوي دي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دا پروژې چې ځیني یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د یو شمیر یې د جوړیدو چارې پیل شوي ټولټال ۴۳ میلیارده افغانۍ ارزښت لري.
د معلوماتو له مخې د یادو فابریکو له ډلې په ایتوک فارما کې ۷۲۰ میلیونه افغانۍ، افغان میډسن د درملو فابریکه کې ۱ میلیارد او ۱۵۰ میلیونه افغانۍ، او په شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو په کمپنۍ کې ۶۰۰میلیونه افغانۍ پانګونې شوي.
د دې ترڅنګ د پاشدان بند پاتې چارې د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل او د هرات – غور د دویم سړک د جوړیدو چارې هم پیل شوي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روانې غویې میاشتې په ۹مه نېټه هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې یادې پروژې یې پرانیستلې، چې د هېواد په اقتصادي ثبات او کاري زمینې برابرولو کې اساسي رول لري.