هلمند ولایت کې زیات قاچاقي توکي او وسایط نیول شوي دي
د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د ګمرکونو لوی ریاست ګرځنده څارنې منسوبینو د هلمند ولایت بېلابېلو سیمو کې زیات قاچاقي توکي او وسایط نیولي دي.
وزارت زیاتوي، چې نیول شویو توکو او وسایطو کې ۸۸۱ کارټنه روب، ۷۴۴۰ کیلو ګرامه ګوړه، ۲۳۰۰ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۳ عرادې بې اسناده موټر او ۳۱ عرادې جاپاني هونډا موټرسایکلونه شامل دي.
مالیې وزارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې قاچاق وړونکو غوښتل دا توکي او وسایط په پټو لارو هېواد ته دننه کړي.
د سرچینې په خبره، چې نیول شوي کسان اړوندو پلټونکو ادارو او توکي د نیمروز ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.