تهران د اسرائیلو پر وړاندې د کابل دریځ ستایلی
کابل کې د ایران سفیر او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د اسرائیلو پر وړاندې دافغانستان دریځ ستایلی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دې لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، سیمهییزو پرمختګونو او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې شوې.
وزارت زیاتوي، چې د ایران سفیر د اسرائیلو له لوري پر فلسطین ځانګړې توګه په غزې تړانګې د ښکاره یرغل په تړاو د اسلامي امارت دریځ وستایه او د سوریې پر پلازمېنې دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د وروستۍ د حملې غندنې په پار یې هم مننه وکړه.
نوموړي سیستان ته د هلمند سیند د اوبو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په اړه خوښي ښودلې او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل بللی.
له بل لوري بیا د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي شته دوه اړخیزه اړیکې دوستانه او مثبتې بللې او په ټولو برخو کې یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.