بامیانو ګنجینه نندارتون کې ۲۰۶ تړونونه شوي

بامیانو ګنجینه نندارتون کې ۲۰۶ تړونونه شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د بامیانو ګنجینه نندارتون پای ته ورسېد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د بامیانو ولایت ګنجینه نندارتون کې غرفه لرونکو د یو میلیون ۳۰۰زره افغانیو په اندازه توکي پلورلي دي.

یاد وزارت ویلي، دې نندارتون چې پنځه ورځې یې دوام وکړ د خصوصي سکټور غړو ترمنځ د یو میلیون ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت ۲۰۶ تړونونه هم شوي دي.

دغه راز ګنجینه نندارتون څخه د ۶۰ بهرنیانو په ګډون تر ۲۰ زرو زیاتو کسانو لیدنه کړې ده.

د بامیان ګنجینه نندارتون کې په ۱۷۰ غرفو کې چې ۱۰۰ یې ښځو ته ځانګړې شوې وې کورني تولیدات او محصولات په کې د پنځو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي وو.

تړلي موضوعات