چین افغانستان کې د سولر تولید برخه کې ۴۰میلیون ډالره پانګونه کوي

چین افغانستان کې د سولر تولید برخه کې ۴۰میلیون ډالره پانګونه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
چین افغانستان کې د سولر تولید په برخه کې پانګونه کوي

د شییه په نوم یو چینایي سوداګر غواړي افغانستان کې د سولر تولید په برخه کې ۴۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د شییه دې پانګونې سره به په هېواد کې ۱۰۰۰تنو ته کاري زمینه هم برابره شي.

د یاد وزارت مسئولین شییه ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت رهبري په افغانستان د صنعت ودې او پراختیا ته ژمنه ده.

بلخوا برېښنا برخې پوهان سولري یا لمریزه برېښنا یوه پاکه او د نظر وړ او پایداره سرچینه بولي چې د برېښنا لګښتونه راکموي او له چاپېریال ساتنې سره د مرستې ترڅنګ په بېلابېلوځایونو کې یي لګول اسانه او د امکان وړ دي.

تړلي موضوعات