د حماس سیاسي دفتر مشر ټپي شوې لمسۍ ژوند له لاسه ورکړ
د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه لمسۍ ملاک چې څو ورځې وړاندې د اسرائیلو صهیونیستي رژيم په هوایي برید کې ټپي شوې وه خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
څو ورځې وړاندې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو په بمبارد کې د اسماعیل هنیه د درې زامنو په ګډون څو تنه لمسیان او د کورنۍ نور غړي شهیدان شول، چې په دغو شهیدانو کې د کوچنۍ شهیدې ملاک پلار هم شامل و.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر تر دې برید وروسته له اسماعیل هنیه سره په ټیلفوني خبرو کې نوموړي ته د کورنۍ د غړو شهادت تسلیت مراتب وړاندې کړل او هیله یې وښوده، چې د غزې بې شمېره قربانیو په پایله کې به د فلسطین خاوره د صهیونیستي اشغالګرو له منګولو خلاصه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې په غزه د اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې تر دې مهاله ۳۳زره ۷۲۹ تنه شهیدان او شاوخوا ۷۶ زره ټپیان شوي دي، چې ۷۳ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.