غزه کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۰۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزه کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۰۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۳زره او ۷۲۹ تنو ته رسېدلی دی

د غزې روغتیایي مسئولینو ویلي، چې په غزه کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د اشغالګرو اسرائیلو په بریدونو کې ۴۳تنه شهیدان شوي او ۶۲ تنه نور ټپیان دي. 

د دغو مسئولینو په خبره، چې له دې سره په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۳زره او ۷۲۹ تنو ته رسېدلی دی. 

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نږدې میاشت وړاندې په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ، خو لاهم د اوربند د پلي کولو لپاره هیڅ ډول اقدامات نه دي شوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د مسلمان علماوو ټولنې هم له اسلامي نړۍ وغوښتل، چې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

تړلي موضوعات