ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه
د امریکا ګوانتانامو زندان کې د وروستی افغان بندي عبدالرحیم کورنۍ د امریکا حکومت څخه غواړي، چې بې ګناه عبدالرحیم ازاد کړي.
یاد افغان بندي په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان لاهور کې نیول شوی و، چې د امریکايي استخباراتو له سختو شکنجو وروسته ۲۰۰۸ کال کې ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی و.
د عبدالرحیم مور بي بي صابره وايي، چې زوی یې بې ګناه و او د بشر حقوقو مدافع امریکا د نا معلوم جرم په تور کلونه کلونه د ګوانتانامو وحشي زندان کې بندي کړی.
بي بي صابره زیاتوي، چې عبدالرحیم پاکستاني حکومت پر امریکا خرڅ کړ او هغوی ته یې وسپاره.
یاد افغان بندي د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د نوموړي ماما علي وايي، چې د عبدالرحیم زامن په رواني ناروغۍ اخته شوي دي او د پلار نامعلوم برخلیک یې ډېر ځوروي.
د یاد بندي کورنۍ د نوموړي د روغتیا په اړه ډېر اندېښمن دي؛ شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې د دې زندان یوې کاري ډلې جواینټ ټاسک فورس خبر ورکړی و، چې عبدالرحیم په سږو، پښتورګو، ینه او پوښتیو کې د نسجونو پاړسوب لري او ښایي له امله یې د سرطان په مرګونې ناروغۍ اخته شي.