اروپايي ټولنې افغان کډوالو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې هغو افغان کډوالو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه، چې پاکستان هېواد له لوري په زور ایستل کېږي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر تېره ورځ ویلي، چې دا مرسته یې د افغان کډوالو ملاتړ او خوندیتوب په موخه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په زور را ایستونکو کډوالو ستونزو حل په موخه جوړ شوي د افغان حکومت عالي کمېسیون ناسته کړې او کډوالو سره د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه یې لازم تصمیمونه نیولي دي.
یاده دې وي، چې پاکستان افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی، چې له پاکستان څخه ووځي، کنه په زور به ویستل شي او دې نېټې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.