تر راتلونکو شپږو میاشتو افغانستان ته ښه زېري را روان دي

تر راتلونکو شپږو میاشتو افغانستان ته ښه زېري را روان دي سیاست
افغانستان د زراعتي هېواد ترڅنګ په تولیدي هېواد بدل شي

مولوي امیرخان متقي بهرنیو چارو وزارت کې د دیني احکامو او مسایلو د ښې زده کړې په مناسبت غونډې ته ویلي، دا مهال له بهرنیو چارو وزارت سره ۳۸ استازولۍ چې سفارتونه او قونسلګرۍ دي په تماس کې دي او کارونه یې په منظم شکل پرمخ روان او هېوادوالو ته په ښه ډول خدمات وړاندې کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د هېواد د متوازن سیاست او معتدلې پالیسۍ په پایله کې افغانستان ته د نړۍ میلان زیات شوی، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به ښو زېرو او ښو پرمختګونو شاهدان و اوسو او لویې پروژې به پرانېستل شي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، افغانستان د اقتصاد محورې پالیسي په درلودلو سره نه غواړي چې یو ځل بیا افغانستان د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر شي بلکې هڅه روانه ده، چې افغانستان د اتصال مرکز وګرځي او د اسیا د زړه په توګه خپل اصلیت او حیقیت ترلاسه کړي.

نوموړي همداراز ویلي، اسلامي امارت د سیمې هېوادونو سره مثبت تعامل، د سرحدونو خوندي کولو، فساد او نشه یي توکو له منځه تللو ته په کتو باید د نړۍ هېوادونو هم مثبت تعامل ته راوړاندې شي په خبره یې، اسلامي امارت له نړۍ سره مثبتې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر د کاسا زر پروژې پیل، په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې پيلېدو ته په اشارې سره وویل، چې د برېښنا په برخه کې لویې پروژې تر کار لاندې دي او هڅه روانه ده، چې افغانستان د زراعتي هېواد ترڅنګ په تولیدي هېواد بدل شي.

تړلي موضوعات