نامعلومو وسلوالو د يمن عدن خليـج کې يوه اسرائیلي بېړۍ نیولې

 نامعلومو وسلوالو د يمن عدن خليـج کې يوه اسرائیلي بېړۍ نیولې سیمه
نیول شوې بېړۍ

رويټرز خبري اژانس د امريکا دفاع وزارت چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې نامعلومو وسلوالو د يمن عدن خليج کې يوه بېړۍ نیولې ده.

بلخوا يديعوت أحرنوت اسرائيلي ورځپاڼې د زودياک اسرائيلي شرکت په حواله ليکلي، چې د دوی یوه بېړۍ چې فاسفوریک اسيد په کې بار و د ۲۲ تنه عملې سره یوځای نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د اسرائيلو يوه بېړۍ د هند په سمندر کې د بريد ښکار شوه؛ د امريکايي چارواکو په وينا دا بريد د يوې ايرانۍ الوتکې لخوا ترسره شوی و.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د يمن حوثيانو ځواکونو هم د ګلکسي ليډ په نوم اسرائيلي بېړۍ ونيوله چې بېړۍ، عمله او بار مالونه ورسره لا تر اوسه برمته دي.

تړلي موضوعات