متحده عربي اماراتو افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خیمو مرسته کړې ده

متحده عربي اماراتو افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خیمو مرسته کړې ده افغانستان
مرسته شوې خیمې

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې متحده عربي اماراتو راستانه شویو افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خیمو مرسته کړې ده.


یاد وزارت وايي، چې دا مرسته شوې خیمې تېره شپه کابل نړېوال هوايي ډګر ته را رسېدلې دي.
د دې وزارت مالي او اداري معین محمد ارسلاح خروټي د متحده عربي اماراتو څخه مننه کړې، چې داسې حساس وخت کې یې کډوالو سره مرسته کړې ده.
مالي او اداري معین له نړېوالو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې افغان کډوالو ستونزو حل لپاره دې افغان حکومت سره مرستې وکړي.

تړلي موضوعات