افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې لاس نه لري

افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې لاس نه لري سیاست
له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې شي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له رئيس لیونارد زولو او مل پلاوي سره کتلي.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، سره له دې چې افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري، خو بیا هم په دې هېواد کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او په زرګونو افغانان په بېګناه ډول په زندانونو کې اچول شوي دي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، افغان کډوال باید پرېښودل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي.

نوموړي له افغان کډوالو سره د دغه سازمان او نورو مرستندویه ادارو د مرستو او همکاریو د دوام غوښتنه وکړه. ښاغلي مولوي عبدالکبیر نیوکه کړې، چې ګاونډیو هېوادونو په داسې وخت کې، چې افغانستان له سختو طبیعي پېښو سره مخ و په اجبارې ډول د کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه او اړتیا ده چې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې شي.

بلخوا په دې کتنه کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشرې های کیونګ جون ویلي، له کډوالۍ څخه بېرته افغانستان ته ستنېدونکو ټولو کډوالو سره مرستې کوي او دا مهمه ده چې کډوال بېرته په افغاني ټولنه کې مدغم شي.

نوموړې ټینګار کړی، چې راتلونکې اونۍ په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته به د خپل راپور په وړاندې کولو سره افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړېوالو سره شریک کړي.

تړلي موضوعات