هلمند کې صنعتي ښارګوټی او صنعتي پارک جوړېږي

هلمند کې صنعتي ښارګوټی او صنعتي پارک جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د یادو پروژو پرانېستې مراسم

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې هلمند کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه د بُست صنعتي ښارګوټي او د دې ولایت دوراهي سیمه کې په ۲ زره جریبه ځمکه د ملي صنعتي پارک جوړېدو چارې پیل شوې.

د دې لویې پروژې چارو پیل کېدو پرانېسته د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي او ګڼو نورو مسؤلینو له لوري تېره ورځ ترسره شوه.

ښاغلي وزیر دې مراسمو کې ویلي، چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو جوړول د اسلامي امارت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لري.

تړلي موضوعات