امریکا د دوحې تړون په خلاف ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې مخه نیولې

امریکا د دوحې تړون په خلاف ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې مخه نیولې سیاست
د افغانستان د پرمختک مخه به نه نیسي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې تړون د څلورمې کالیزې په مناسبت ویلي، امریکا د دوحې تړون کې ځینې سرغړونې کړې او د دغه تړون په خلاف یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مخه نیولې ده.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، امریکا د دوحې په تړون کې ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به عادي تعامل او نیکې اړیکې لري او د افغانستان د پرمختک مخه به نه نیسي.

نوموړي زیاته کړې، د دوحې تړون په خلاف لا هم تور لېستونه او تحریمونه وجود لري او دافغانستان خلک قید شوي دي په خبره یې، د امریکا له لوري تعامل لا هم عادی حالت ته نه دی راغلی چې دا له دې تړون څخه د امریکا ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلي مجاهد همداراز ویلي، چې د دوحې تړون د افغانستان خلکو او مجاهدینو د قربانیو په پایله کې لاسلیک شو، چې پر اساس یې بهرني اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې د اسلامي نظام د جوړېدو لپاره زمینه برابره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې له نن څخه څلور کاله وړاندې د کب په لسمه په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شو، چې په پایله کې یې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم او د افغانستان شل کلن اشغال ته یې د پای ټکی کېښود.

تړلي موضوعات