د هند په سمندر کې د اسرائیلو پر بېړۍ برید شوی

د هند په سمندر کې د اسرائیلو پر بېړۍ برید شوی نړۍ
ګومان کېږي اسرائیلي بېړۍ ده| عکس: د ټایمز اف انډیا

اسوشیټېډ پرېس اژانس د امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ د هند په سمندر کې د یوه اسرائیلي سوداګر پر بېړۍ برید شوی دی.

دې امریکايي چارواکي ادعا کړې، چې پر بېړۍ د ایران شاهد-۱۳۶ ځان چوونکې بې پېلوټه الوتکې داسې حال کې برید کړی، چې په نړېوالو اوبو کې یې مزل کاوه.

امريکايي چارواکی زياتوي، چې بې پیلوټه الوتکې انفجار کړی او له امله یې بېړۍ ته زیان رسېدلی خو د بېړۍ عملې کوم غړي ته زیان نه دی اوښتی.

تر دې دمه کوم هېواد یا ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی او په دې اړه اسرائیلو هم تر دمګړۍ څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې يمن کې د حوثيانو ځواکونو پر غزې د اسرائيلـ. ي اشغالګرو بريدونو په غبرګون کې د ګلکسي ليډر په نوم يوه اسرائيلي کښتۍ د ټولو سپرو او بار مالونو سره برمته کړه چې لا تر اوسه ورسره ده.

تړلي موضوعات