ایران ته ۱۶۰ ټانکره بې کیفیته تېل ور ګرځول شوي دي

ایران ته ۱۶۰ ټانکره بې کیفیته تېل ور ګرځول شوي دي افغانستان
ایران ته ورګرځول شویو تېلو ټانکرې| عکس: ارشیف

د سټنډرډ ملي اداره وايي، چې تېره یوه میاشت کې د فراه ۷۸ میل بندر کې ۱۶۰ ټانکره بې کیفیته تېل ایران هېواد ته ور ګرځول شوي دي.

یادې ادارې ویلي، چې دا تېل په بندر کې معاینې وروسته د سټنډرډ ادارې له معیارونو سره نه برابرېدو له کبله مسترد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم دې حکومتي ادارې ۳ زره بې کیفیته بېټرۍ چې له پاکستانه هېواد ته را واردې شوې وې، د تورخم له لارې بیرته یاد هېواد ته ور ګرځولې دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې دوی په ټول توان سره هېواد ته د بې کیفیته توکو د واردېدو مخه نیسي او له سوداګرو غواړي، چې وطن ته د هر ډول بې کیفیته توکو له واردېدو ډډه وکړي.

تړلي موضوعات