د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه افغانستان
دې لارې د پاکولو چارې پیل کړي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د واورې، سخت طوفان، د لیدلو محدودې ساحې، د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي له کبله د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس په دې اړه ویلي، چې دا مهال هم په سالنګ کې درنه واوره ورېږي، چې بېلایېلو سیمو کې د واورې اندازه تر یو متر پورې رسېدلې ده.

د حق شناس په خبره، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې حضور لري، چې د هوا له سمېدو سره به د دې لارې د پاکولو چارې پیل کړي.

د ټولګټو وزارت همداراز له هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

تړلي موضوعات