حماس او اسرائیلو بندیان تبادله کړي

حماس او اسرائیلو بندیان تبادله کړي سیمه
اسرائیل بندیان، چې سره صلیب ته سپارل شوي

د حمـاس جهادي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د لنډ مهالي اوربند په لومړۍ ورځ دواړو لوریو لومړۍ جوپه بندیان یو بل ته سپارلي دي.

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې ۱۳ اسرائیلي وګړو په مقابل کې ۳۹ فلسطیني مسلمانان چې زیاتره یې ښځې دي، د صهيونستي رژيم له زندانونو ازاد شوي دي.
اسرائیـلي اشغالګرو ویلي و، چې پر غزې یرغل له لارې به خپل بندیان ازادوي، خو د ۴۸ ورځو پرلپسې جګړې وروسته بیا هم و نه توانېدل، چې خپل بندیان د حمـاس ځواکونو له منګولو ازاد کړي؛ چې بالاخره مجبور شول د مذکراتو له لارې خپل بندیان خلاص کړي.

بلخوا حمـاس له تړون پرته ۱ تن فلیپینی او ۱۰ تنه هغه تایلنډي وګړي هم خوشې کړي چې ورسره بندیان وو او هوکړه کې د یادو وګړو خلاصول شامل نه وو.

تېره ورځ د حمـاس او صهيونستي رژيم تر منځ دموقت اوربند لومړۍ ورځ وه، چې د نن سره به درې ورځې دوام وکړي او ۵۰ تنه اسرائیلي بنديان به د ۱۵۰ تنو فلسطيني وګړو په مقابل کې تبادله کېـږي او له مخې به یې سلګونه د مرستو موټرې غزې ته ننوځي.

د یادونې وړ ده، چې په فلسطيني ازاد شویو بنديانو کې ډېری ښځې او ماشومان دي، چې اسرائیلو زندانونو کې یې لس، اته او اوو کلونه بند تېر کړی دی.

تړلي موضوعات